
Expert Rating 8 out of 10
User Rating
Genre: Fairytale
Keywords: Bedtime Stories, Story with lesson, Classic
يو ماهيګير به په سيند کې يوازې څلور ځله جال اچاوه، او څومره ماهيان چې به پکې راتلل، هماغه به يې پلورل او خپل ژوند به يې پرې چلاوه. يوه ورځ يې درې ځله جال واچاوه، خو د ماهيانو پر ځای پکې يو خره، کثافات او تيږې راووتلې. کله چې يې څلورم ځل جال واچاوه، نو پکې يوه کيتلي راووتله چې د حضرت سليمان عليه السلام مهر پرې لګېدلی و. کله چې ماهيګير دا کيتلي خلاصه کړه، نو له هغې څخه يو دېو راووت. دې دېو خپله کومه کيسه ورته وکړه؟ د ازادۍ په بدل کې يې ماهيګير ته څه ورکړل؟ او هغه جادويي تالاب چې ماهيګير ترې ماهيان نيول، کوم راز يې درلود؟ د دې د پوهېدو لپاره راځئ چې دا کيسه ولولو.